د پاکستان د سترې محکمې له برأت وروسته عيسوۍ ميرمن اسيه بي بي په جرمني کې د پناه اخېستو غوښتنه کړې

روهي (يوه نۍ/۲۰ د لړم)، د اسلام سپيڅلي دين په سپکاوي تورنه عيسوۍ ميرمن اسيه بي بي مدافع وکيل وايي چې که چېرې نوموړې ته په جرمني کې پناه ورکړل شي نو ښه کار به وي.

د اسيه بي بي مدافع وکيل له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د نوموړي لپاره په کور دننه حالت کړکېچن دي او بايد په يو بهرني هېواد کې پناه ورکړل شي.

اسيه بي بي څو کالونو وړاندې د اسلام سپيڅلي دين ته سپکاوی کړی وو چې د اعدام په سزا محکومه شوه او وروسته بيا د پاکستان سترې محکمې برأت ورکړ.

د نوموړي د خوشې کېدو په غبرګون کې د پاکستان مذهبي ډلو لاريونونه وکړل او له حکومت يې وغوښتل چې پرې نوموړې د اعدام سزا پلې کړي.