غزل


مـــه وېرېږه له ښـــــېرا په توره شـــپه کې
ستا ډېوه ده زما دعـا په تـــوره شــپه کې

ته د قدر په لټــون شــپې کړه شـــوګـېرې
هم ثواب دې هم خــرما په تـوره شـپه کې

د اعظــــم نوم به دې هلــــه در په زړه شــي
چې ګوګل دې شـــي رڼا په توره شــپه کې

په جنت به دې تڼاکې د پښـو ښکل کړې
چې دوزخ ته دې شي شا په توره شپه کې

مېنه راکړه چـــې تعوېذ مې د اوربل کړم
ښــــکلوم بې هر بېـګا په توره شـــپه کـې