د امريکا په کاليفورنيا کې د اور توپان ۲۵ کسان ووژل

روهي (يوه نۍ/۲۰ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو په کاليفورنيا ايالت کې سخت اور لګېدلی دی چې تر اوسه يې د وژل شوي کسانو شمېر ۲۵ کسانو ته رسېدلی دی.

چارواکو ويلي دي چې تر اوسه ۲۵۰۰۰۰ کسان اړې شوي دي چې د خپلو کورونو څخه ووځي، ځکه د استوګنې سيمې يې د اور تر ګواښ لاندې دي.

دغه اور د تېرې پنځه نۍ پر ورځ پيل شوی دی، چې اور وژونکو ډلې يې په کنټرول کې ناکامې شوې دي او اور پراختيا پيدا کړه.