
روهي (نۍ/۱۹ د لړم)، نيويارک ټايمز ته د (الګزندریا اوکاسیو) په نوم د امريکا متحدو ايالتو سنا يا مشرانو جرګې تر ټولې يو کم عمره ښځنيه غړې ويلي دي، چې دومره پيسې نه لري چې د خپل کور کرايه پرې ورکړي.
الګزندریا اوکاسیو چې نوې د امريکا مشرانو جرګې غړې شوې ده وايي چې د خپل لومړني مياشتني معاش په تمه ده ترڅو د کور کرايه ورکړي.
خو شمېر نيوکه کوونکي وايي چې الګزندریا اوکاسیو دروغ وايي؛ په فيشني او د ښکلا پر څېزونو دومره پيسې ورکوي، چې د يوې منځني اقتصاد لرونکې کورنۍ د مياشتې خرڅ کيږي.
دغه سناتورې د خپلې ټاکنيزې مبارزې پر مهال هم د خبرو او برنامو ډير تمرکز په اقتصادي مسايلو او د فقر پر وړاندې مبارزې باندې وو.