
روهي (نۍ/۱۹ د لړم)، د چين هېواد په ژورنالېست ډګر کې يوه نوې اختراع وکړه او د خبرونو لپاره يې نطاق روباټ جوړ کړ.
چيني رسنيو ويلي دي چې دغه روباټ اوس په دوه ژبو يانې انګليسي او چنايي خبرونه وړاندې کوي او په راتلونکي وخت کې به د نړۍ پر نورو ژبو هم خبرونه وړاندې کړي.
له دې وړاندې چيني داسې ډيجيټلې دستګاوې جوړې وې چې د موبايل په ډول به يې خبرونه او خپرونې وړاندې کولې.