
روهي (نۍ/۱۹ د لړم)، په سومالیا کې نن سهار درې موټر بم بريدونه شوې دي، چې په پايله کې يې ۲۳ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د سومالیا امنيتي ځواکنو د يادو بريدنو پخلی کړی دی او ويلي دي چې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ۴ بريدګر هم وژل شوي هم دي.
د الشباب په نوم يوې وسلې والي ډلې د دغه بريدونو مسووليت منلی دی او ويل کيږي چې دغه ډله له القاعدې شبکې سره اړيکې لري.