
روهي (نۍ/۱۹ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو په کالیفورنیا ايالت کې يو وسله وال د شرابو خونې ته دننه شو او په ډزو يې ۱۲ کسان ووژل.
رسنيو ويلي دي چې دغه کس ۲۸ کاله عمر لري، نوم يې ایان ډیویډ لانګ دی او په افغانستان کې يې د امريکا د سمندري ځواکونو د سرتيري په توګه کار کړی.
پوليسو ويلي دي چې ایان ډیویډ لانګ رواني ناروغۍ درلودې او له دې وړاندې يې د رواني نار روغانو په نوملړ کې نوم راغلی وو.
رسنيو ويلي دي چې ایان ډیویډ لانګ لومړی د شراب خونې پر ساتونکو ډزې وکړې، بيا د شراب خونې دننه لاس بم وغورځو او ډزې يې هم وکړې. د کالیفورنیا پوليسو ويلي دي چې د پېښې په اړه پلټنې راوانې دي.