سلام سلام سلام دوى زما دملك سينګاره
ياديږې مى دخوست به شان اې ښكلې ننګرهاره
چې بيا هسې سپرلې وې راسره هغه ياران وى
او ګرځو سيل دستا كوو رښتيا هميش بهاره
دستادوصال شپې چې راپه ياد شې زړه مې تنګ شى
په هجر د سوازيږم اې زما د زړه قراره
ښايست دټول جهان درنه لوګې شه ګلاب رانګيا
مدام د امان غوام دالله پروديګاره
خوستې داسې سوالونه كړې پنځه وخته لمونځه كى
چى تل اباد اباد اوسې دګلو ډك ګلزاره
سيد كريم خوستى العين
وروستي