په هالنډ کې د اسلام ضد سیاستوال (ګیرت ویلدرز) اوس په ټوېټر کې اسلام ته سپکاوی کوي

روهي (درې نۍ/۱۵ د لړم)، د (ګیرت ویلدرز) په نوم هالنډی سياستوال چې پخوا کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ٌص) د کارتون د جوړولو هڅه کوله اوس يې په ټوېټر کې د اسلامي سپيڅلتياوو د سپکاوی او توهين کمپاين پيل کړی دی.

نوموړی په ياد هېواد کې د يو سياسي ګوند مشرۍ کوي او د نړۍ د مسلمانانو سره ژوه کرکه لري او پر وړاندې سپکاوی او توهين کوي.

اوس په هالنډ کې د جوماتونو يوې اسلامي ټولنې د ټوېټر مشرتابه ته ليک استولی دی چې د ګیرت ویلدرز د ټوېټر حساب د تل لپاره بند کړي او د نړۍ د وګړو ترمنځ د نفرت او کرکې د خورېدو مخه ونېسي.

ګیرت ویلدرز په نړۍ کې د اسلام ضد کس پېژندل کيږي او پر چارو يې د نړۍ اسلامي هېوادونه سخت غبرګون ښيي او د غوسې لامل يې کيږي.