مخکې له واده او ورسته له واده بدلونونه

 ما د پارسي يو وړوکې کتاب په کتابتون کې ومونده چې د ښځې او سړې په ژوند باندې ليکل شوې وو چې د کتاب منځپانګې يوه کوميډې اړخ درلوده ما يې د لوستو څخه څه تصوير واخيسته او ما هم يو څه وليکل چې سوژه يې هماغه د پارسي کتاب دي.
 
مخکې له واده: تر غرمې خوبونه کول
وروسته له واده: په شين سهار پاڅېدل
بدلون: سهار خېزې زده کول
 
مخکې له واده: په سفر وتل بې له اجازې
وروسته له واده: انګړ ( حويلې) ته تلل په اجازه
بدلون: فرمانبرداره ژوند زده کول
 
مخکې له واده: په ښه خوړو کې هم خبرې کول او هم سم نه خوړل
وروسته له واده: دخرابو خو ړو ستاينه او په خوند خوړل
بدلون: د معدې قوت زياتوالی
 
مخکې له واده: لټي او ټول ورځ خوبونه کول
وروسته له واده: سخت کار په خوشالۍ کول
بدلون: تکړه توب او غښتلتيا
 
مخکې له واده: بې ځايه اخوا دېخوا چکرې وهل
وروسته له واده: خسرګنۍ کره د هغوۍ سلام ته ورتلل
بدلون: سړيتوب زده کول
 
مخکې له واده: د لوبو او مستيو چل زده کول
وروسته له واده: د کاسو پيالو مينځولو چل، او ماشومانوغلي کولو او کرارول زده کول
بدلون: زړه سوانده کېدل

مخکې له واده: د پلار څخه جيب خرچ اخيستل
وروسته له واده: د مېرمن څخه جيب خرچ اخيستل
بدلون: ازاد ژوند يادول
 
مخکې له واده: پلار د راتلو په وخت د ځايه نه پاڅېدل
وروسته له واده: د مېرمن د راتلو سره سم له واره نېغ ودرېدل
بدلون: ادب زده کول
 
مخکې له واده: په بې پروايي د مياشتو مياشتو د کوره تلل
وروسته له واده: د سرک تر غاړې په وېره تلل
بدلون: د ځان په اړه فکر کول
 
مخکې له واده: په راډيو کې د موسيقي او خبرونو اورېدل
وروسته له واده: مېرمن ته غوږ نيول
بدلون: د زغم زياتوالی
 
ډاکټر نجيب زاخېلوال