د جمال خاشقجي د ټوټې شوې بدن په اړه د نوموړي د کورنۍ غوښتنه

روهي (درې نۍس/۱۵ د لړم)، په ترکيه کې د سعودي عربستان د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي وايي چې د نوموړي د جسد ټوټې بايد سعودي عربستان ته راوړل شي او هلته دې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي دوه زامنو له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د جمال خاشقجي ټوټې شوی وجود دې سعودي عربستان ته راوړل شي او دلته دې خاورو ته وسپارل شي.

د ترکيې د حکومت د مالوماتو په اساس سعودي خبريال جمال خاشقجي په ترکيه کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه وژل شوی او جسد يې ټوټې شوی وو.

د امريکا په شمول د نړۍ ډېری هېوادونه ټېنګار کوي چې د جمال خاشقجي د مړينې موضوع بايد په جدي ډول سره وڅېړل شي او که چېرې سعودي عربستان په کې ملامت وي نو په اړه يې جدي اقدامات اړين دي.