امريکا ته د ايراني ولسمشر ګواښ: په وياړ سره تيلو خرڅو او د امريکا بندېزونه به مات کړو

روهي (درې نۍ/۱۵ د لړم)، د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا متحدو ايالتو د وروستيو اقتصادي بندېزونو په اړه غبرګن ښوودلی دی او ويلي دي چې دوی د تيلو خرڅلاو ته دوام ورکوي او د امريکا د بندېزونو په اړه به ودريږي.

روحاني وايي چې په ډېر وياړ سره به د تيلو خرڅلاو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د امريکا بندېزونو ته کوم قدر نه ورکوي.

په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي چې که چېرې ايران د خپلو اټومي پروګرامونو څخه شاته نه شي نو امريکا به پرې بې رحمه بندېزونه ولګوي.

ولسمشر ټرمپ په همدې اونۍ کې پر ايران تر ټولو سخت اقتصادي بندېزونه ولګول چې ښايي د چابهار بندر له لارې په افغانستان هم بد اغېز وکوړي.