يادون:خالد سنګر د ننګرهار شعري بهير له ځوانو او تاندو څېرو يوه پخه هنري هغه ده چې ډېره ښکلې او همغومره کمه شاعري کوي،سره له دې چې شعرمينه وال يې ډېردي خو دى هم لکه د ځينو شاعرانو خپل ډېرشعرونه نه خپروي،روهي وېبپاڼې يې لاندې شعرونه تازه موندلي او پرخپلو لوستوالو يې لوروي.
نړۍ لېونۍ نه ده،تنهازه يم لېونى
خاونده!روغ مې نه کړې،داسې ښه يم لېونى
اول دې وېل تاپسې به ځان کړم لېونى
اوس څله راته وايې دا په څه يم لېونى؟
د تورو سترګو،تورې بنګاوې ته مې زړه کېږي
خوند نه راکوي نن تشې اوبه يم لېونى
+++++++++++++++++++++
ستامېن هرماښام چې ستاغم ميکده کې پرېږدي
ملامت نه دى،د دنياغم ميکده کې پرېږدي
بياله صحرامرورشوى دى،بياښارته راغى
مجنون دا ځلې د ليلاغم ميکده کې پرېږدي
دانور غمونه خو اسانه دي،زغملى يې شي
(سنګر)يوازې د يو چاغم ميکده کې پرېږدي
++++++++++++++++++++++++++++
چې د رقيب له سترګو پټه او خوندي پاتې ده
هغه خو خوار پښتون ته خواره زندګي پاتې ده
ستا د راتلو ارمان له ځان سره کوي او ژاړي
ساه مې وجود کې په قدر د اسوېلي پاتې ده
سراسر غم ده نړۍ،غم کې ده روانه نړۍ
دا خلک هسې وايي دې کې خوشالي پاتې ده
وروستي