د مولانا سميع الحق د مړينې په اړه د طالبانو اعلاميه

روهي (جمعه/۱۲ د لړم)، وسله والو طالبانو د پاکستان د مشهور ديني عالم او د دارالعلوم حقانيې مشر مولانا سميع الحق د مړينې په اړه خواشيني ښوودلې او د پاکستان ولس ته يې تلسيت وړاندې کړی دی.

طالبانو په خپلې اعلاميې کې ليکلي دي، "په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پاکستان هیواد یو ډير پياوړې ديني عالم او د دارالعلوم حقانيې مهتمم حضرت مولانا سمیع الحق صاحب د نامعلومه کسانو لخوا په شهادت ورسید.
انالله واناالیه راجعون"

په اعلاميه کې وړاندې ويل شوي، "اسلامي امارت د خپل مسلمان اولس په نمایندګۍ د شهید مولاناسمیع الحق صاحب په شهادت غمرازي ښيي، قاتلانوته يې له الله تعالی څخه ستره جزا او رسوايي غواړي."

مولانا سميع الحق نن ورځ په پاکستان کې د ناڅرګنده کسانو له خوا په خپل کور کې د چاړو د ګوزارونو له امله ووژل شو.