
روهي (جمعه/۱۲ د لړم)، د پاکستان د څارګرې ادارې (ای.اِس.ای) د پخواني مشر جنرال حميد ګل پر زوی (عبدالله ګل) وژنکی بريد شوی خو نوموړی تر روغ وتلی دی.
د (ټوډې پاکستان) په نوم رسنۍ ليکلي دي، چې پر عبدالله ګل دغه بريد نن شپه د اسلام اېکپرس په لويه لار کې شوی دی.
عبدالله ګل هم له رسنيو سره په خبرو کې د بريد پخلی کړی دی او ويلي چې بريد د اسلام اباد زوړ هوايي دګر سره نيږدی شوی خو نوموړي ته په کې زيان نه دی رسېدلی.
نوموړي ويلي، "زه په خپل جيب موټر کې وم، چې دوه ګاډو مې مخه ونېوله او تر اتو پورې ډزې يې راباندې وکړې. زه روغ يم او دې دغه بريد په اړه له وړاندې خبر راکړل شوی وو."
عبدالله ګل په اوس وخت کې سياسي فعال او د پاکستان د ځوانانو غورځنګ مشر دی.