عمران خان: هېواد مو يو ستر ديني عالم له لاس ورکړ او مونږ يې له برکتونو محروم شو

روهي (جمعه/۱۲ د لړم)، د پاکستان لومړي وزير عمران د جمعیت علمای اسلام پاکستان مذهبي دلې مشر مولانا سميع الحق پر مړينې خواشينې ښوودلې ده.

عمران خان د مولانا سميع الحق کورنۍ او پاکستاني ولس ته تسليت وړاندې کړی او د نوموړي مړينه يې لويه تشه بللې ده.

نوموړي ويلي، "هېواد مو يو ستر ديني عالم له لاس ورکړ او مونږ يې له برکت محروم شو."

عمران خان چې د ا وخت د چين په سفر بوخت دی، حکومت ته يې لارښوونه کړې ده چې څېړنې پيل کړي ترڅو د مولانا سميع الحق قاتلين پيدا کړي.

د مولانا سميع الحق کورنۍ او د هغې مذهبي سياسي ډلې د نوموړي د مړينې پخلی کړی دی.