د مولانا سميع الحق زوی د خپل پلار د مرګ کيسه داسې کوي

روهي (جمعه/۱۲ د لړم)، د طالبانو په معنوي پلار مشهور د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مذهبي ډلې مشر او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق نن ماذديګر د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په خپل کور کې ووژل شو.

د سميع الحق زوی مولانا حميدالله رسنيو ته د خپل پلار د مرګ کيسه داسې بيا کړې ده، "پلار مې هڅه کوله چې په اسلام اباد کې راوانو لاريونونو کې برخه واخلي، خو د سړکونو د بندېدو له امله بېرته کور ته راغی. نوموړی د خپل استراحت په کوټه کې وه او دغه وخت يې موټر چلونکی او ساتونکی د ۱۵ دقېقېو لپاره بيرون تللی وو. د ماذديګر وخت وو، چې کله کور ته راغلم نو پلار مې د خوب په ځای کې وژل شوی وو او وجود يې په وينو کې پروت وو."

د حميدالله په وينا چې پلار څو ځايه د چاړو په ضربو وهل شوي او وژل شوی دی. د مولانا سميع الحق زوی د خپل پلار د قتل په اړه نور مالومات او يا د چا لاس لرو په اړه څه نه دي ويلي.

مولانا سميع الحق د پاکستان له مشهورو او نفوذي ديني عالمانو څه شمېرل کېدو چې په افغانستان کې يې د طالبانو د جګړې ملاتړ هم کولو.