د طالبانو معنوي پلار (مولانا سميع الحق) په ډزو ووژل شو

روهي (جمعه/۱۲ د لړم)، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر، د طالبانو په معنوي پلار مشهور پاکستانی ديني عالم او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې ووژل شو.

د پاکستان له راولپنډۍ څخه راپورونه وايي چې نوموړی د ناپېژنده وسله والو په ډزو وژل شوي دی خو بيا د مولانا سميیع الحق زوی رسنيو ته ويلي دي چې پلار يې په خپل کور کې مړ شوی دی.

پاکستانيو رسنيو ويلي دي چې په مولانا سميع الحق ناپېژنده موټرسايکل سپارو ډزې وکړې او نوموړي روغتون ته په لار سا ورکړه.

مولانا سميع الحق په افغانستان کې د طالبانو له خوا د روانې جګړې کلک ملاتړ کولو او له دينې ليدلوري يې دغه جګړې ته مشروعيت ورکړی وو.