بايللي مينه

 
زه يوه ځوانه او ځيرکه زده کوونکي وم، چي تل به په خپلو کتابونو، لېکچرو او ازموينو کښي بوخته وم. څرنګه چي زه يوه ځوانه نجلۍ وم او په لېليه کښي اوسېدم نو په ژوند کښي مي د خپلو زده کړو پرته بل څه ته ارزښت نۀ ورکاوۀ.
هغه د يکشنبي د ورځي يو داسي ځلاند سهار و، چي هر خوا ته په شنو بوټو کښي د مرغيو چغار اورېدل کېدۀ. ما خپلي شپږ مياشتنۍ ازمويني سر ته رسولي وي او کور ته د ځان رسولو لپاره په منډه وم. زه يو اورګاډي ته وختم او په يو سيټ کېناستم. د کېناستو پر مهال مي په يوه ډله کسانو نظر ولګېد چي خوارۀ وارۀ ولاړ وو. همدغه وخت مي يو هلک او نجلۍ هم وليدل چي د ولاړو کسانو سره څنګ کښي سيټونو باندي ناست وو، سمدستي پوه شوم چي د دواړو تازه وادۀ شوى دئ او کور ته روان دي. مونږ دلته په هند کښي يو رواج لرو چي کله ناوي له واده وروسته د خپل مېړه سره کور ته ځي نو ښکلي جامي اغوندي، مېوي ځان سره وړي او سندري زمزمه کوي. دغه مراسم زما ډېر خوښېږي.
کله چي اورګاډى روان سو نو دوه نور سړي راوختل او د خورو ورو ولاړو کسانو سره ودرېدل. په پېل کښي ما فکر وکړ چي دوى دواړه هم د دغو ولاړو کسانو ملګري دي خو لږ ساعت وروسته دوى د واده هلک ته وويل:
"که اجازه راکړي مونږ به ستاسي خوا ته په خالي سيټونو کېنو؟ په راتلونکي تمځاى باندي مونږ هسي هم بېرته ښکته کېږو".
د واده هلک اجازه ورکړه او هغوى په خالي سيټ کېناستل.
شېبه وروسته اورګاډي خپل رفتار ونيوۀ او ما په خپل سامان کښي د خپلي خوښي د هغه کتاب لټون پېل کړ چي په داسي اوږد سفر کښي زما ملګرى وي.
زه د کتاب په لوستلو کښي ښه ډوبه شوي وم چي په هغو دوو سړو کښي مي د يو خبري د واده د هلک سره واورېدي او پام مي د کتاب نه واوښت. هغه سړي ويل چي د اورګاډي راتلونکى تمځاى د ډيکټار په نامه وړوکى ښار دئ، خو د واده هلک ورته ويل چي نه، راتلونکى تمځاى ساينال نومېږي. په دي د دواړو بحث سو. هغه سړي ورته وويل:
"راځه شرط ږدو. که راتلونکى تمځاى ساينال و نو زما په لاس دا د الماسو ګوته ستا د ناوي شوه."
زه د هغه سړي دي شرط او دومره اعتماد ته حېرانه شوم او يقين مي نۀ راتۀ.
د شرط تړلو نه وروسته دواړه غلي شول او د راتلونکي تمځاى رارسېدو ته يي انتظار پېل کړ. زمونږ تلوسه شېبه په شېبه زياتېدله. زما سترګي په کتاب نۀ ټينګېدې. اخر هم تمځاى راورسېد او د واده هلک چيغي کړي "ها شرط مي وګاټۀ". هغه سړي کرار او په مهذب انداز د خپلي ګوتي نه د الماسو د غمي ګوته راوويسته او هلک ته يي ورکړه تر څو خپلي ناوي ته يي ورکړي، او بيا خپل ملګري سره د اورګاډي نه ښکته سو. زه د هغۀ دي وضعيت ته نوره هم حېرانه شوم.
اورګاډى د لسو دقيقو لپاره هلته ولاړ و، نو زه هم تري ښکته شوم چي يوه پياله چاى وڅښم. کله چي د چاى دوکان ته ورغلم نو هغه دواړه سړي مي تصادفاً هلته وليدل. زه خپلي تلوسي ونيولم او خوا ته ورروانه شوم چي څو خبري ورسره وکړم. کله چي ورنژدي شوم نو يوه داسي خبره مي واورېدله چي په مينه يي زما عقيده بدله کړه. نن هم هغه خبره زما په غوږونو کښي پرته ده. هغه سړي خپل ملګري ته ويل :
"ما خپله مينه وبايلله. هغه د بل چا سوه. خو د لاس نښه مي ورکړه."

(د هاجره محسن د انګليسي کيسې ژباړه)