تنده مي ماته شوه




جمال د ايمېل خلاصولو سره سم د نکريزي نوم ته وکاته او په شونډو يي مسکا خوره شوه.
هغه ځان داسي احساساوه لکه بېخي يوي بلي بدلي دنيا ته ورننوتى وي. "دا انټرنېټ خو عجيبه بلا ده" د ځان سره يي وويل او بيا يي يو څه ځان په دي خبره ملامته هم کړ چي ولي تراوسه پوري د دي دنيا نه ناخبره پاتي شوى و. خو په څه به خبرېده؟ چا ورته ويلي واى چي انټرنېټ دومره د کار شى دئ؟ چا دا مشوره ورکړي واى چي انټرنېټ زده کړي؟ بيا يي په زړه زړه کښي نصرالله ته دعاګاني پېل کړې. دا خو د هغه د دوستۍ برکت و چي نه يواځي د انټرنېټ سره اشنا سو بلکي په يو څو ورځو کښي يي ټول ضروري شيان ياد هم کړل.
په زړه زړه کښي يي د نصرالله استادي هم ومنله. بس د څو ورځو خبره وه او جمال بيا د انټرنېټ پراخي او حېرانوونکي دنيا ته ننوتى و. هغه ورته بس بېخي په اسانو ټکو کښي ضروري شيان ښودلي وه او نور نو جمال پخپله هم د دومره استعداد خاوند و چي د مزغو نه يي کار اخيستى سو. د نصرالله لارښودني لنډي خو مهمي او داسي وي چي په اسانۍ سره زده کېدلې. په لږو ورځو کښي يي ورته ايمېل، چېټ، ګُوګل سرچ، بحث فورمونو کښي برخه اخيستل او نور ضروري شيان ورزده کړل.
جمال په دي ټولو شيانو ځان ښه پوئي کړ. د ايمېل نه وروسته ورته د ټولو نه د کار شى ګُوګل سرچ انجن ښکاره سو.
"هلکه دا خو عجيبه بلا ده!" ځان سره به يي وويل. د نړۍ په مخ چي هره ورځپاڼه غواړي دا يي درته پېدا کوي، چي هر ډول بحث غواړې، هره موضوع يا معلومات دي پکار وي، هر ډول خبرونه ګورې، عکسونو سره علا قه لري، دا نه وايي چي نشته. او بيا دا ايمېل او چټ! دا خو هم ډېر د کار شيان دي. نه تري سړى وزګارېږي، نه پري ستړى کېږي او نه تري مړېږي.
هغه سمدستي په کور کښي د انټرنېټ تابيا وکړه او په دي دوو مياشتو کښي يي د درواغجن خبره ټول انټرنېټ چاڼ کړ. د انګليسي او پښتو يوه ورځپاڼه، يوه وېبپاڼه او يو فوروم يي پري نه ښود. په ډېرو ځايونو کښي يي په خبرونو او کيسو خپل نظر هم وليکه. په فورمونو کښي يي خلکو سره بحثونه وکړل. ډېرو خلکو ته يي ايمېلونه وليکل. ډېرو سره يي په چټ ګپ شپ جوړ کړ. او بيا يي د نکريزي سره دوستي جوړه شوه.
"ولانټاين ډى دي مبارک شه" دا د نکريزي د ايمېل سرليک و. هغه سرليک ته ټک ورکړ او ټول ايمېل خلاص سو. دننه د يو لنډ پېغام سره يو ښکلى ګلاب په دوو سپينو لاسونو کښي نيول شوى و. ګلاب به په مزه مزه خپلي پاڼي په داسي انداز خوري کړي لکه دوه سري پستي شونډي چي د خبرو لپاره د يو بل نه بېلېږي او دا توري به تري راووتل چي "ولانټاين ډى دي مبارک شه". د جمال لپاره دا منظره ډېره زړه راښکونکي وه. تر ډېر ساعته يي ورته کاته او خوند يي تري اخيسته. بيا يي د نور ليک په لوستلو پېل وکړ:
"هائي زړګيه… هيله لرم چي روغ جوړ به يې. نن په ګرده نړۍ کښي ولانټاين ډى دئ. ياني د ميني ورځ ده. خلک دا ورځ خپلو مينانو ته د ګلانو او ډاليو په ورکولو لمانځي. دي سره مينه زياتېږي. زه هم تا ته دغه دوه ګلان ډالۍ کوم او درته وايم چي ولانټاين ډى دي مبارک شه... نکريزه".
نکريزه د هغي د خپلي وېنا له مخي انګرېزه وه خو د افغانانو او افغانستان سره يي مينه او علاقه لرله نو ځکه يي په ځان نکريزه نوم ايښى و. هغي ورته په يو ايمېل کښي ليکلي وه چي دا نوم يي ډېر خوښ دئ. هغي ورته خپل يو عکس هم رالېږلى و او ورته ويلي يي وه چي پخوانى مېړه يي انګرېز و، اوس طلاقه شوي ده او د خپل يو ځوى سره په يو کور کښي ژوند کوي. او دا چي اوس يي کلک هوډ کړئ دئ چي بل مېړه به نه کوي او که کوي يي نو يو افغان سره به واده کوي. اوس داسي معلومېدله چي جمال سره يي په همدي غرض دوستي جوړه کړي وه. جمال خپل ځان ورته اته ويشت کلن ځوان او ناواده کړئ ورښودلى و. حال دا چي د هغه د واده لس کاله شوي وه، څلور بچي يي هم درلودل او بل واده کولو ته يي هم زړه نه کېده. نکريزي ته يي درواغ صرف په دي وجه ويلي وه چي د هغي خبري پري ښي لګېدلې. هغي به داسي د ميني محبت او خوږي خوږي خبري ورته کولي چي د واده په ټول لس کاله عمر کښي يي کله د خپلي مېرمني نه نه وي اورېدلې. دي خبرو د هغه دننه يو اور لګولى و. کله کله چي به يي ورسره په چېټ کښي دغسي ګپ شروع کړ نو د جمال په تندي به خوله راماته سوه او هر څو که مېرمن به يي د کور په کارونو کښي بوخته وه ده ته به يي هيڅ پام نه و، که پام يي هم واى نو هغه په ليک لوست نه پوهېدله، خو ده به بيا هم کله کله د غل په څېر د خپلي مېرمن په لور وروکتل چي هسي نه پري پوئي شي. بيا به يي په خپل ځان پوري وخندل او وبه يي ويل "رښتيا دي چي د غله په غره کښي هم ځاى نه وي".
"ښه! نو نن ولانټاين ډى دئ!" يو ځل بيا يي خپلي مېرمن ته وکتل چي د کوټي نه بيرون په خيرنو جامو کښي ناسته وه او لوښي يي مينځل. بچي يي څلور واړه ښوونځي ته تللي وه نو د هغوى تر بېرته راتګ پوري د جمال مشغولتيا انټرنېټ او د مېرمن يي لوښي او جامي مينځل وه.
جمال د ولانټاين ډى په هکله ډېر څه اورېدلي وه، دا هم ورته معلومه وه چي دا د مينانو ورځ ده. مګر دا ورته نه وه ياد چي دا په کومه ورځ لمانځل کېږي. نېټي ته چي يي وکتل د فبرورۍ څوارلسمه وه. د نکريزي ايمېل يي يو ځل بيا ولوست، د ګلاب د شونډو ننداره يي هم بيا وکړه او په تصور کښي د يي د نکريزي شونډو ته وکاته مګر هيڅ تصوير يي جوړ نکړاى سو. ژر ژر يي د هغي څو زاړه ايمېلونه وکتل او د هغي عکس يي پېدا کړ. ښه په غور يي ورته وکتل، بيا يي ايمېل back کړ او ګلاب ته يي وکتل. بيا هم هغه انځور نه جوړېده چي د هغه سترګي يي ليدو ته تږي وې. بيا يي يوه شېبه سوچ وکړ، سمدستي يي کمپيوټر شټ ډان کړ او بېرون پله روان سو. مېرمن يي پسي غږ کړ "سړيه چېرته سربداله روان يې؟ د دغه ميرات مړي کمپيوټر نه ټوله ورځ نه وزګارېږي خو چي يوه دقيقه تري راپاڅي نو بيرون منډي وهې؟"
"نيم ساعت کښي راځم" او ووت.
پوره ساعت وروسته بېرته د کور په دروازه راننوت. په لاس کښي يي دوه د ګلانو غنچي او څه نوري ډالۍ وې. ټولي يي مېرمني ته ورکړي او ورته وي ويل "نن په ګرده نړۍ کښي د ميني ورځ ده. خلک چي په دي ورځ له چا سره مينه لري هغه ته ګلان او ډالۍ ورکوي. ځکه مي دا ګلان او دا ډالۍ درته راوړې. ګلان د ميني د ورځي د لمانځلو په خاطر او ډالۍ په دي خاطر چي زمونږ د واده لس کاله په خېر خېريت سره پوره شول".
مېرمن ته يي دا ناڅاپي بدلون ناشنا ښکاره سو. هغي د واده له ورځي وروسته د خپل مېړه څخه داسي خبري نه وي اورېدلې. اوس د هغوى ژوند داسي شوى و چي بس د شپي ورځي تېرولو نوم ورکولاى شې. خو اوس چي يي دا خبري واورېدي په مخ يي د حيا رنګونه راښکاره شول او زر کوټي ته ننوته. لږ ساعت وروسته چي يي پاکي جامي واغوستي او د جمال سره يي خبري شروع کړي نو هغه د خپلي مېرمني په شونډو کښي د ګلاب هماغه انځور وليده چي د ده سترګي ورته تږي وې. په خندا سره يي وويل " تنده مي ماته شوه" او د کوټي دروازه يي بنده کړه.