راځـــــئ چــــــې ســره يو نـن لـــر او بر شـــو پښــــــــــتنو !
را ټـــــول به د وحــــــــدت په يـــو ټـــغر شـــــــو پښـــــتنو
د ظلـــم په آسمان كـــې به تيــارې شـــي وركـــې ورکـــې
كه مــــــــونــږه بــــــس يـــــوازې رڼا لمـــــر شو پښــــــتنو
ځواب به اســـــــتبداد ته د اغيــــــار، په علــــم وركــــړو
كه مــــونږ د علــــــم او پوهــــې سمـــــندر شو پښـــــتنو
كلونه مــــونږ ويده وو، ټول ويده د مــــرګ په خــــــوب
راځـــــــئ! چــــــې مونږه نن ويـــښ په خيـــبر شو پښـــتنو
څوك كوز او څوك په بره، څوك په غرو او څوك په سمه
که ټـــول شــــو سره يـــــو، نو به لښـــكر شـــو پښـــــــــتنو
تــــيار به ورتــه كېـــــنو كــــــوز او بـــــر د غليـــــم وار ته
سيــنې به ورته نيـــــــسو مونږ به ســـــپر شـــــو پښـــــتنو
غمــونـــــو ته به شا كړو، تورتمـــــــونه به لږ هيــــــر كړو
خوښــــي به را پخــــــلا شـــي که اخــــتر شـــــــو پښــــــتنو
ته پوه شـــــه (وحيدې) د رقيــــب تنـــــګ زړګـی به وچوي
يـــو بل تــه كـه پــــه ميــــــنه د زړه ســـــر شــــــو پښـــــتنو
دهيلو غوټۍ کتاب څخه
وروستي