امريکا: د يمن جګړه دې سمدستي پای ته ورسيږي

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو د بهرنيو چارو واو دفاع وزيرانو په يمن کې د روانې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.

بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي، چې دغه جګړه بشري ناورين دي او له ملګرو ملتونو يې غوښتي دي، چې د سولې خبرو نوي پړاونه پيل کړي.

بيا له بلې خوا د د امريکا دفاع وزير جنرال جېمز مټېس ويلي چې په کار ده ترڅو په راتلونکې اونۍ کې په سویډن کې سره کېنو او د جګړې د پای په اړه خبرې وکړو.

د سعودي عربستان او يمن ترمنځ جګړه په ۲۰۱۵ز کال کې پيل شوې ده، چې په حقيقيت کې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ جګړه بلل کيږي او قربانيان يې تر ډېره ملکي کسان دي.