
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د لړم)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په دغه هېواد کې هغه لاريون کوونکو ته جدي خبرداری ورکړی دی، چې د عيسوۍ اسيه بي بي د خوشي کېدو وروسته يې لاريونونه پيل کړي دي.
عمران وايي چې دغه لاريون کوونکي يوه وړه ډله کسان دي او په خپلو کړنو دې حکومت نه اړ کوي چې پر وړاندې يې سخت اقدامات وکړي.
لاريونونه وروسته له هغې پيل شول چې د پاکستا سترې محکمې د اسيه بي بي په نوم اسلام ته د سپکوي کونکي يوې عيسوۍ ميرمنې د اعدام سزا لغوه کړه.
نوموړي په ۲۰۰۹ز کال کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) او نور سپيڅلتياوو ته سپک او د توهين الفاظ کارولي وو.