ترکيه: لومړی يې جمال خاشقجي سا بند کړی او وروسته يې جسد ورته ټوټې - ټوټې کړی دی

روهي (څلور نۍ/۹ د لړم)، د ترکيې حکومت په دغه هېواد کې د سعودي عربستان د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي په اړه نوي مالومات خپاره کړي دي. د ترکيې حکومت وايي چې جمال خاشقجي د سعودي قونسلګري ته په دننه کېدو سره وژل شوی دی.

ترکيه وايي چې د جمال خاشقجي د وژنې پلان له وړاندې ترتيب شوی وو. نوموړی لومړی له ستون نېول شوی او له وژل کېدو وروسته يې جسد ټوټې - ټوتې شوی او ورک کړی دی.

د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي عربستان لوی څارنوال ترکيې ته سفر وکړ او د ترکيې له لويې څارنوال سره يې بې پايلې لېدنه کړې ده.

د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونه د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عربستان لاس يادوي خو دغه هېواد ياد تورونه رد کړي دي.