
روهي (څلورنۍس/۹ د لړم)، له هغه وروسته چې د پاکستان سترې محکمې اسلام ته د سپکوي کوونکې عيسوۍ اسيه بي بي د مرګ سزا لغوه اعلان کړه، د اسلام په شمول د پاکستان په يو شمېر سترو ښارونو کې لاريونونه شوي دي.
لاريون کوونکو د پاکستان پر حکومت توندې نيوکې وکړې، د سترې محکمې نننۍ پرېکړه يې غندلې ده او غوښتنه يې کړي چې اسيه بي بي ته بايد د اعدام سزا ورسيږي.
ځيني راپورونو دا هم ويلي دي چې د لاريون کوونکو او پوليسو ترمنځ نښتې شوې دي او لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شوي دي.
اسيه بي بي نومي عيسوۍ ميرمنې په ۲۰۱۰ کال کې د اسلام ستر پيغمبر او نورو سپيڅلو اسلامي عقايدو ته سپکوی وکړ او وروسته د پاکستان سترې محکمې د اعدام سزا ورته وټاکله چې نن ورځ بېرته لغوه اعلان شوه.