هند نن ورځ د ۴۲۰ مېلېونه ډالرو په ارزښت د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه نندارې ته وړاندې کړه

روهي (څلورنۍ/۹ د لړم)، د هندوستان لومړي وزیر نرېندرا مودي نن ورځ په خپل پلارني ايالت ګجرات کې د خپل يو اتل تر ټولو لوړه مجسمه پرانېستله.

دغه مجسمه چې د هندوستان د خپلواکۍ د يو مبارز سردار پټېل په نوم جوړه شوې ده، د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه بلل کيږي.

دغه مجسمه کې له اوسپنې، ژېړو او يوه اندازه سپينو زرو څخه کار اخېستل شوی دی. هندي چارواکو ويلي دي چې پر مجسمې يې ۴۲۰ مېلېونه ډالر خرڅ کړل.

سردار پټېل د هند په تاريخ کې د قدر وړ کس شمېرل کيږي. نوموړي په هندوستان د دانګرېز استعمار پر وړاندې کالونه مبارزه کړې ده.