
روهي (څلورنۍ/۹ د لړم)، د پاکستان حکومت سترې محکمې د هغه عيسوۍ د اعدام حکم لغوه اعلان کړ چې اته کاله وړاندې يې د اسلام مقدس دين ته د سپکاوي کلمې کارولې وې.
دغه عيسوۍ (اسيه بي بي)، نوميږي چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې د اسلام د سپڅلي دين او نورو مقدساتو په اړه سپکې څرګندونې کړې وې او وروسته محکمې په اعدام محکومه کړه.
سترې محکمې نن ورځ اسيه بي بي له زندان څه خوشې کړه او د امنيتي ستونزو له امله يې يو پټ ځای ته لېږلې دي.
ويل کيږي چې د پاکستان مذهبي ډلې به د دغه عيسوۍ ميرمنې د خلاصون په اړه غبرګون وښيي او پر نوموړې به د اعدام سزا د پلې کېدو غوښتنه وکړي.