لاري ورکي دي له ټولو
په روغتون یا ناروغتون کي لېونیان وه
دوه له کلیو وه راغلي دوه ښاریان وه
یوه بل ته یې کتله مسېدله
له سهاره تر ماښامه یې خندله
که ډاکټر که نور کسان ټول حیران وه
چي دا څنګه بې خبرو ټول خندان وه
ټول به چوپ سول چي به ستړي له خندا سوه
بیا به هر سړي ته جوړه تماشا سوه
په دېوال کي د اتاق یې یو سوری وو
په نوبت ورته ولاړ هر لېونی وو
ګړی وروسته به چي به لیري یو سړی سو
په تلوار به ورته ځير بل لېونی سو
کرې ورځ یې په دې رسم تېرېدله
په نوبت یې ساعتونه کښېوتله
چي یوه به غار ته سترګي ورنیژدې کړې
دریو به نورو د خندا ناوې سپرې کړې
یو به ناست وو د غار خولې ته حیرت وړی
دریو به هر یوه کړ ځان له خندا مړی
ډاکټر راغی سو اتاق ته ور دننه
په دېوال کي یې د غار وکړه پوښتنه
سم پخپله ور روان سو د غار لورته
ورته ځير سو یو ګړی کښته او پورته
مخ یې واړاوه پر لور د ناروغانو
په دې غار کي خو هیڅ نسته لېونیانو
له خندا چي مو خوږیږي ورته تشي
په دې تور غار کي میندلي تاسي څشي؟
په خندا په یوه کړیکه لېونیان سول
د ډاکټر په لېونتوب پوري حیران سول
دې جواب ته موږ هفتې میاشتي کړې تیري
د هیڅ شي مو څرک ایستلی نه دی چیري
په هفتو چي موږ ته هیڅ نه معلومېږي
په یوه ګړي به څنګه در ښکاریږي؟
خلک وايي ته ډاکټر د لېونو یې
ته پخپله اوس لایق د زولنو یې
ماته جوړه د وطن داسي ښکاریږي
سرپر سر کلونه تېر سول او تیریږی
هم سپین ږیري هم تور ږیري دي راغلي
تش لاسونه له میدانه بیرته تللي
چي یې جوړي ته راغلی هر سړی دی
بیرته تللی سودايی یا لېونی دی
چي راکټ یې پر اوږه دی سوله غواړي
چي بمونه اوروي له جنګه ژاړي
یوه سولي ته بللي دي لښکري
تر قصرونوتر ښارونو تاوکي زغري
بل د سولي په نوم جوړ کي مورچلونه
پر ښارونو را روان کي واسکټونه
یو یې جنګ بولي د چرسو د کوکنارو
بل پنجاب ته په ښکنځلو په چیغارو
هر یو جنګ، تباهي بولي له پردیو
هر یو ژاړي له لمبو د بمباریو
هر یوه دي پر خپل نیت ایستلي لاري
هر یوه ته ښې ښکاریږي خپلي چاري
دلته سر د ماشوړې له هر چا ورک دی
هر سړي یې پر خپل زړه ایستلی څرک دی
یو د بل په کاروبار پوري حیران دي
که ډاکټر که لېونیان دي ټوله خاندي.
د ۲۰۱۸ کال د اکټوبرد میاشتي دېرشمه
ویرجینیا
وروستي