
روهي (درې نۍ/۸ د لړم)، نن ورځ د عراق په کربلا ښار کې د نړۍ شيعه مسلمانان د خپل مذهب ديني مراسم يا اربيعن په ياد ښار کې تر سره کوي.
يادو مراسمو ته د افغانستان په شمول د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په مېلېونه شيعه مسلمانان ورځي او په دې ځانګړو مراسمو کې برخه اخلي.
د عراق حکومت وايي چې د اربيعن مراسمو د ښه نمانځنې په پار يې په زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړي دي ترڅو دغه ځانګړي مذهبي مراسم په ښه ډول تر سره شي.
د يادونې ده چې د اسلامي دولت ډله يا داعش د نړۍ په مختلفو سيمو کې د شيعه مسلمانانو مذهبي ځايونه د خپلو موخو هدف ګرځوي او پرې بريدونه کوي.