
تورپیکۍ پیغله شوه ښه ځوانې یې وه خلک هم ډیر تلل راتلل د نیا، غورور یې هم ډیروه دې ته یې ورکوو هغه ته یې ورکوو پلارهم له نیا نه کم نه وو، نیا وایې دا نجلۍ پلانکۍ غواړې پلار ویې زمایې څه، په دې وړوړ خبر کې زما کار نشته تاسې پوه شي او کار مو چې هر چا ته یې ورکوی زما غټ غټ کارونه دي د کارونو ته وزګار نه ایم ........
تورپیکۍ یې خیبر ته ورکړه خیبر ښه ځوانې لرې لویې څڼې سپین رنګ جګه ونه، تورپیکۍ هم له خوشحالی په جامو کې نه ځایږي وی ښه خاوند خدای راکړل وخت په کراره کراره تیریږي.
د خیبر کورنۍ د تورپیکۍ کره جوړه راوړې په جوړه کې کالې او نور هرڅه شته یو شي چې تورپیکۍ ډیره ورته خوشحاله وه هغه مبایل وو چې خیبر ورته استولی وو.
تورپیکۍ له خپل مبایل نه خیبر سره اړیکې ټینګوي ور ور خبره دځای ته رسیږی چې تورپیکۍ په پټه اوښکاره خیبر کورته راغوړې خیبر هم ډیرې شپې د تورپیکۍ په کور کې وي.
وختونه تیریږي واده ته دواړه خواویې تیاری نیسې واده کیږي د تورپیکۍ خواښې ډیره بده ښځه ده له تورپیکۍ سره ورځ تربلې جنجالونه ډیریږي.
بله ورځ د تورپیکۍ زوي پیدا کیږي خواښې ورسره دوښمنې را اخلې، وی د واده د لږ وخت کیږي دا خو د د پلار له کوره راوړی.
دا او هغه ...............................
کور کې ورسره څوک خبرې نه ورسره کوي.
د لاس ډوډۍ یې نه خوري.
په کوم شي چې د تورپیکۍ لاس ولګیږي هغه ته بیا لاس نه وروړي.
له تورپیکۍ سره څوک په کاسه نه کنې.
ټول خواړه خورې دا هم داسې ورته ګوري.
کله یې چې زوی پیدا کیږي څوک ورسره په کوټه کې نه کنې.
دسپې په شان ورسره رویه کوي، ډوډۍ د دروازې په خوله کې یې خوري.
خسر یې ورسره په کور کې لږ ښه چلند کوي.
خواښې زوی ته وایی هلک پلار دي له ښځې سره ښوی ښوی کیږي هسې نه ................
د زوی یې هم پرمخ مړې اوښکې راوانې وي.
د تورپیکۍ هم په مخ رڼې اوښکې راماتې وي.
وایې دا نو ژوند شو؟
ماخو داسې خاوند نه غوښته.
اوس نو تورپیکۍ ناروغه او په روغتون کې بستر ده.
مورته په ټیلیفون کې چیغې وهی مورې! زه بد عمره ایم.
پای
د ژوند نا ویلې رازونه