نارامه شپه!

ورځ بیګاه شوه، ستړي ستومانه د کوټې په طرف لاړو د ډوډۍ له پاره مو تیاری وکړ. ملګري ناوخته راغلل، کوټه هم یخه وه. کیسې مو سره پیل کړې، هر یو په خپل وار سره د ژوندانه له نا خوالو سرټکاوه. یو بل ته مو ډاډ ورکاوه خیر دی، په ژوند کې خو ستونزې هرو مرو وي ژوند تیریدونکی دی، یا ښه یا بد خو خدای مو دې آخرت نه خرابوي کیسو کیسو کې د ډوډۍ وخت شو ډوډۍ مو سره وخوړه چای مو هم نوش جان کړ لمونځونه مووکړل نا څاپه برق لاړ.
 
سرای کې د هلکانو شورما شور شوو. سرای وان ته یې ویل ماشین روښانه کړه چې کوټې مو په برق رڼا شي سرای وان ویل نه یې روښانه کوم ځکه نا وخته ده چای او ډوډۍ مو خوړلې نوره اړتیا نه شته چې ما شین روښانه کړم شور ما شور ساعت نیم ساعت دوام وکړ توره تیاره خپره شوه موږ هم ویده شو .

ساعت دوه ساعته به تیرو چې یو دم د ډزو غږونه شول بیا شور ما شور شو، شپه مو په سر وا خېسته ډیره نارامه راباندې تیره شوه سبا ته خبرشوم، چې د کوم ډاکټر کور ته غله ورغلې وو. د غلو او د کور د خاوند ترمنځ نښته کیږي یو پربل ډزې کوي. د کرکټ بریا هم وه د ښارې فرهنګ ځینو ځوانانو ته ښه موقع په لاس ورغله ترنیمې شپې ډز او ډوز وه شپه مو نارامه تیره کړه سحر په خپلو کارونو پسې راوان شوما ویل خدای ج د په خپل فضل او کرم سره موږ سمې لارې ته برابرکړي.