آه اوبه!

وړوکی وم دومره مې یاد شي د ملاریا ناروغۍ نیولی وم کور کې مو هم څه نه لرل افتصادي وضیعت مو هم ښه نه و پلار مې چې مخکې د دولت ماموریت کاوه هغه هم بیکاره وه ناروغې په کراره کراره ډیریده زما وضعیت ښه نه و.

پلار به مې مور سره ویل دا هلک خو سخت ناروغ ده کور کې د دوا درمل پیسې هم نه شته دا به څنګه کړو مور او پلار مې زما په اندیښنه کې ډیر پریشانه و.

ورسته له ډیر فکر نه مې پلار ویل زموږ یو لرې خپلوان چې په نقاش کې د غواګانو غویانو او نورو څارویو پیر او پلور کاوه هغه ته به ورشوم تا به هم له ځان سره بوزم ګوندې څه پیسې به راکړي.

هغه وو چې له کوره مو حرکت وکړ کله چې نقاش ته ورسیدو پلار مې په خپلوان پسې ګرځیده د اوړې سخته ګرمې وه ماته یې ویل بچیه ته د دیوال خوا کې کینه زه بیرته راځم ما ویل ښه ده پلار جانه.

زه هم د دیوال خوا کې کیناستم نور کسان هم ناست و.
مګرپلار مې زه له لرې څارلم .

زه هم له یوې خوا د ملاریا ناروغې او له بلې خوا سختې ګرمۍ ورخطا کړی وم.

ګورم ځینو کسانو سره اوبه دي او په خلکو یې ګرځوي خلک هم اوبه څکې.

ما ویل آه څومره ښه خلک، دا دومره تنده ناروغې او اوبه،

اوبو څکلو دومره خوند وکړ....................
کله مې چې اوبه وڅکې وی راکړه پیسې ما ویل ما سره خو پیسې نشته.

پلار مې چې له لرې زما ننداره کوله په بیړه زموږ خوا ته راغای موږ سره پیسې هم نه وی.
ما ته ویل بچیه دلته اوبه په پیسو دي.
هیران شوم اوبه او پیسې.
هغه بې وسې مې نه هیریږي.
هره ګړی مې مخته ولاړه وي.

پای