
راځئ چې د بې ثباتۍ پرځای ثبات، دنفاق پرځای اتفاق، د بې وزلۍ پرځای ابادۍ او د جنګ پرځای دسولی لپاره هڅې وکړو. ګرانو ځوانانو! موږ د یووالي، زغم او یو بل د منلو څخه پرته بله لاره نلرو. زموږ هیواد اوس اساسي او نور عادي قوانین لري. موږ هم د ټولنې دغړو په حیث مسوولیت لرو چې د هغې په رڼا کې خپله لار پیدا کړو، د قوانینو احکام د خپلو شخصي، ګوندي او تنظیمي نظریاتو د ګټو د تامین لپاره نور مه ماتوئ، دا ځکه چې قوانین د نظام او ټولنی د ثبات تضمین کولی شي خو بالمقابل هیڅ شخصي یا ګوندي نظر د ټولنې او نظام بقا نشي تضمینولی. مونږ لا د چپ اوراست پر حقیقي معنی او مفهوم څومره چې په کار ده نه پوهیږو، خو د دومره ډیرو بدبختیو سره، سره اوس هم د اهمو او حیاتي مسایلو په اړه ډیر سطحي چلند کوو.
راځئ چې د انصاف ستر ارزښتونه په خپله ټولنه کي دود کړو، د وګړو تر منځ مساوات اوتناسب دیوه وضعی ارمان په څیر دځان شعار و ګرځوو، راځئ هرڅه ته د جوړیدونکي لید په سترګه وګورو او د تخریب فرهنګ سره مخه ښه وکړو، هر ځوان دې په دې پوی شي چې دا هیواد د دیکتاتورۍ له لارې نـــه مدریت کیږي. راځئ چې نور د منفي تقابل پرځای د بحث او مناظرې فرهنګ لپاره مناسب بسترجوړ کړو، ترڅو یو بل ته د دوی د نظریاتو په دایره کې ښه او مناسب قناعت ورکړو. کچیرې موږ خپلې ادارې او پوهنتونونه دجدال پر مرکزونو بدل کړو، نو د کار تمه ترې نه شي کیدلی، ځکه چې په دې اړه د کوچنیو سیاستونو ناکامه تجربې چپ او راست دواړو لوریو پخپلو سترګولیدلې او د هغی تکرارول ظلم دی.
موږ لا هم په ډیرو ساحو کې ستونزی لرو، زمونږ لوړ تحصیلات لا هم د اوسني عصر اړتیاوې نشي پوره کولی چې تراوسه هم هغه زاړه کلي ته په همغه زړه لاره تګ راتګ کوو، لاهم زموږ د پوهنتونو یوشمیر استادان دتیرو پیړیو پیښې کوي، موږ تر اوسه هم په تحصیلي اوعلمي ډګر کې یوه غښتلې علمي، اجتماعي ملي پالیسي نه لرو او تر اوسه هم زموږ ډیری تحصیل کرده قشر، افغانستان په ټوله معنی ندی پیژندلی، مونږ لاهم د دې جوګه نه یو چې خپل پوهنتونونه دسنتی بڼې څخه د عصر تکنالوژیکي بڼې ته ورانتقال کړو، د نورو هیوادونو په نسبت زموږ د دانش، تجربې اومهارتونو سطحه ډیره ټیټه ده او په دې برخه کې به خپل راتلونکي نسل ته د یوغني او بډایه علمي نظام په میراث د نه پریښودلو مسولیت زموږ د تحصیل کرده قشر پر غاړه وي. مونږ تراوسه هم پدی نه یو توانیدلي چې دهیواد ټول پوهنتونونه د تجاربو د تبادلې او علمي اموخت په موخه یو بل سره وتړو او په کل کې مو پوهنتونونو ته د ظر فیتونو د لوړوالي په خاطر د نړیوالو پوهنتونو سره دعلمي او اکاډمیکو اړیکو لپاره د مناسب بستر زمینه نده مساعده کړې. همدا شان مو په نظام کې فاسد او کم ظرفیته خلک وجود لري او دا کار د دی سبب شوی چې زموږ اقتصادي وضعیت هم ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی، موږ تر اوسه هم د صلاح لپاره داسې موثر کار نه دی کړی چې د ټولنې د وګړو د ژوندانه دښه کیدو په لاره کې حداقل یو ښه ګام وشمیرل شي. پوی او با تدبیره وګړي هر وخت ستونزی هم په مثبتو فرصتونو بدلوي خو افسوس چې موږ لا هم مثبت فرصتونه له لاسه ورکوو او د ګروپي، ګوندي، سمتي، ژبنیو، سلیقوي او...مرضونو علاج نشو کولی. په نورو ټولنو کې سیاستوال او علمي کادرونه د خپلو ټولنو د ورځني ژوند د پرمختګونو سره خپلې علمي، تکتیکي انکشافي، سیاسي او نورې کړنلارې ارزوي اوبیا یې د خپلو ټولنو د اړتیاوو سره سمې عیاروی، ترڅو پدې ډول د خپلو پالیسیو مثبت ټکي پیاوړي اومنفي نقاط ترې لرې کړي.
زمونږ په تولنه کې مسوولانه اصلاحي انتقادي برخورد چې له لارې یې خپلې کړنې اصلاح کړو ندی موجود. زموږ د انتقاد څخه لاهم دسلیقوی او جامد برخورد بوی ځی، ډیر فکری تمایلات چې کالونه مخکې یې دخلکو په اذهانو کې ځای نیولی طرفدران یې اوس هم ارزونې او اصلاح ته ندي حاضر او هغه لا هم یو ارزښت بولي او نیوکه پرې ظلم او تیری ګڼي. په هرصورت کچیری مونږ سیاست کوو په دی برخه کې لازمه ده چې لاندې څو تکي په پام کې ونیسو: مونږ باید د اصلاح په موخه انګیزه وپیژنو. مونږ باید د اصلاح له مثبت روش سره بلد شو. مونږ باید داصلاح پیژندنې لپاره له ماډلونو څخه معلومات ولرو. زمونږ اصلاح باید مشروعیت ولري. دعمل هویت مو باید د انګیزی له هویت سره تړاو ولري او پام وکړو چې دانګیزی سلامتیا وساتلی شو. په هرصورت زمونږ د ځوانانو او رابرسیره کیدونکي نوي کهول دنده اوخدایي مسوولیت ګڼم چې له سلیقوي برخورد او ارزونو لاس په سر شي، ښو ته ښه ووایي اوبدو ته بد. یاده دې وي چې زمونږ دا راز کړني باید د دقیق هنر له لارې د یو نسل څخه بل نسل ته انتقال پیدا کړي. کچیری زمونږ کارپوهانو، استادانو، ُڅیړونکو او مهمو ملي شخصیتونو د پریکړو، مهمو ملي قضیو او پیښو سمه ارزونه وکړه او دا ډول مسایل یې د خپل لنډ او تنګ نظر ښکارنکړل ژر ده چې په دې صورت کې به زمونږ تاریخ او هویت زیات لوستونکي او مینوال ولري، خپل سیاسي فرهنګ به مو بډایه کړی وي او د سترو مشرانو د روزلو لپاره به مو مناسب بستر رامنځته کړی وي. موږ د سیاسي مبارزې لپاره په ستراتیژیکو مسلو تمرکز ندی کړی اوخپل ولس ته د ریښتني خدمت پر ځای اوس هم په یوه لنډمهاله تکتیکي او د ځان غوښتنې دمنفور جال په توره لمنه کې راګیر یو، چې دا کار په لنډ، منځني او اوږد مهال کې لا نورې ستونزی هم را زیږولی شي. زمونږ دسیاسي ګوندونو او ډلو د ناکامۍ عمده علتونه دا دي چې دوی اوس هم دځان لپاره لوړ ارمان، ښه لرلید اوموخې د یوی مشارکتي پروسې سره په هم غاړی ډول نشي ټاکلی یا د دا ډول موخو د ټاکلو لازم علمي ظرفیت نلري او د سیاسي مشارکتي موخو په ټاکلوکې پاتې راغلي دي. استاد رحیم شاه