
روهي (دوه نۍ/۷ د لړم)، له اندونيزيا څخه راپورونه وايي چې يوه بوېنګ الوتکه د ۱۸۸ مسافرينو په شکول لوېدلې ده. حکومتي چارواکي د پېښې تائيد کوي خو د لامل په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
دغه الوتکه بوېنګ ۷۳۷ شمېره وه چې د اندونيزيا له پلازمېنې جاکارتا څخه يې (پانګکال پینانګ) جزېرې ته الوتنه درلوده. له پرواز څو دقيقي وروسته له هوايي ډګر سره د الوتکېط اړيکه غوڅه شوه.
دغه الوتکه درې کالونه وړاندې د اندونيزيا هوايي سېسټم ته دننه شوې او په لاين اېر هوايي شرکت پوري يې تړاو درلود.