بريدګر د کليسا دننه يوولس يهوديان ووژل او د چيغې يې وهلې (ټول یهودان باید مړه شي...)

روهي (يوه نۍ/۶ د لړم)، د امريکا په پنسلوانیا ايالت کې يو بريدګر د (اسکویریل هیل) په نوم د يهوديانو يوې کلیسا ته دننه شوی دی او يوولس کسان يې په ډزو وژليی دي.

پوليس وايي چې بريدګر د کليسا دننه ډزې وکړې چې د وژل شويو ترڅنګ يې يو شمېر کسان ټپيان هم کړل. رسنيو ليکلي دي، چې بريدګر د کليسا دننه دا چيغې وهلې (ټول یهودان باید مړه شي)، (ټول یهودان باید مړه شي)....

د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ د پېښې ځای ته تللی دی او ياد بريد يې يو وحشي بريد بللی دی. ټرمپ د پېښې له قربانيانو سره خواوږي کړې او د بريد د ژورې څېړنې امر يې کړی دی.

د بريد لامل او يا له کومې وسله والې ډلې سره د تړاو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو ويل کيږي چې بريدګر (رابرټ باویرز) په خپلې ارادې دغه کار کړی دی.