مشهوره ايرلنډۍ سندرغاړې (شینید اوکانر) د اسلام سپيڅلی دين قبول کړ

روهي (نۍ/۵ د لړم)، د رسنيو د خبرونو په اساس مشهوره ايرلنډۍ سندرغاړې (شینید اوکانر) د اسلام سپيڅلي دين قبول کړ او خبله مسلماني يې په رسمي ډوله اعلان کړه.

شینید اوکانر په خپلې ټوېټر پاڼې وليکل چې له دې وروسته يې د اسلام مبارک دين قبول کړی دی او پر خپلې مسلمانۍ وياړ کوي.

نوموړي ويلي دي چې له ژور فکر وروسته يې د اسلام مبارک دين قبول کړ. شینید اوکانر ويلي دي چې اسلام داسې يو بشپړ دين دی چې د ټولو نورو دينونو ذکر په کې شوی دی.