دا به ولې!

موږ دومره په ورکه کې یو، چې د بل په ژبه باندې خبرې کول راته کمال ښکاري؛ خو د هغې ژبې خاوندانو ته دومره ستره نه ښکاري.دا ځکه چې هغوی په فردي، فرهنګي، اقتصادي، جغرافیي او ټولنیزو چارو کې د غرور اوج ته رسېدلي.

دا د سالم غرور نښه ده، چې د ځان بسیاینې او فرهنګ د لوړتیا برخې پکې سترګکونه وهي، مګر که د بلې ژبې ویونکی زموږ په ژبه وګړیږي؛ نو ستره راته ښکاري.

دا ځکه چې په موږ کې د کمترۍ دومره ژور احساس خور دی، چې په هر شته تړاو کې د کړاو احساس کوو او خپلې پټې غرېزې له دې لارې اشباع کوو. چې زموږ په ژبه هم څوک خبرې کوي.

ننګ مو د بل په زولنو کې لکه ارمان پېیلی دی، دا خو مو خپل ځان ته حد ټاکلی چې له دې وتلی نه شو؛ خو په اصل کې د تمې خلاف غوښتنې لرو او بیا یې په کولو کې هم پاتې راځو. د ولې په پوښتنو کې هم لکه سرګردانه لاروی په خپلو تېرو افسانو کې د مطلقیت حد ټاکو، چې ژوند همدا څو شېبې دی، چې بیا د طبیعت له لطافته هم بې برخه کیږو.

ځان مو په ځاني چاپېریال کې دومره منحصر ساتلی، چې هره خوږه او لطیفه وینا راته د احتضار هنګامه ښکاري. راځﺉ د دې پر ځای چې ولې وایو او ځانونه مو په همدې قفس کې بندیوان پریښي وي، ترې را ووځو او د حل لارې یې ولټوو او د تیورۍ نه د عمل نړۍ ته را ودانګو. له هر شته فرصت سالمه او معقوله ګټه پورته کړو؛ ترڅو د کمترۍ له احساسه خلاص، د لوړتیا او نوښتګرو په ګرداب کې ځانونه لاهو کړو.