د ړانده سړي مینه

یو سړي د یوې ښکلې نجلۍ سره واده وکړ. یوبل سره یې ډیره مینه وه. یوه ورځ هغې ته د پوستکي یو ډول ناروغي پیدا شوه. ورو ورو هغې خپل ښایست له لاسه ورکولو. نو، خاوند یې په سفر ولاړ. کله چې بیرته راستنیده، یوې ترافیکی پیښې کې یې خپلې سترګې له لاسه ورکړې. که څه هم د دوي ژوند د معمول په څیر روان و. خو هغې د وخت په تیردو سره خپله ښکلا له لاسه ورکوله. ړوند خاوند په دې نه بوهیده او د دوي په ژوند او مینه کې کوم توپیر رانغی. هغه خپله مینه پاله له او نجلۍ هم ډیره مینه ورسره درلوده. یوه ورځ هغه مړه شوه. د هغې مړینې ډیر غمجن کړ. ټول وروستي مراسم یې خلاص کړل او غوښتل یې دا ښار پریږدي.

د شانه یو سړي پرې غږ کړ، اوس به ته څنګه یواځې ګرځې؟ دا دومره ورځې خو دې درسره مرسته کړله. ړانده سړي ورته وویل: زه ړوند نه یم. دومره وخت مې یواځې د ړانده تمثیل کړلو، که چیرې هغه پوه شوې وی چې زه ړوند نه یم نو هغې ته به د ناروغۍ نه زیاته دا خبره دردونکې او څورونکې وه چې زه یې مخ کتلی شم. ما یواځې د ښایست لپاره د هغې سره مینه نه لرله، بلکه د هغې کرکټر او ښه والي سره مې مینه درلوده. نو ما داسې وښوده چې زه ړوند یم. یواځې مې غوښتل چې هغه خوشحاله وساتم.

پند: کله چې تاسو د یو چا سره رښتنې مینه ولرئ، نو په کار ده چې ځینې وختونه د ړانده تمثیل وکړئ او د ځینو تیروتنو څخه سترګې پټې کړئ تر څو بل خوشحاله اوسي. ښایست به د وخت په تیریدو سره ولاړ شي، مګر زړه او روح به د تل لپاره همغه شان وي. مینه وکړئ د شخص د زړه او ماهیت سره نه د هغه ښایست سره.