ترکيې له روسيې څخه اخېستل شوی (اِس -۴۰۰) توغندیو د نصب چارې پيلوي

روهي (جمعه/۴ د لړم)، د ترکيې دولتي سرچينو ويلي دي، چې له روسيې څخه يې د (اِس -۴۰۰) توغنديو سېسټم د فعالو چارې پيل کړي.

د ترکيې د دفاع وزير ويلي دي، چې د راتلونکي کال په اکټوبر کې به د الوتکو ضد (اِس -۴۰۰) سېسټم د نصب چارې پيل کړي.

له روسيې څخه دغه سېسټم هندوستان هم اخېستی دی او له مسکو سره يې رسمي تړون پرې لاسليک کړ، خو د امريکا غبرګون يې راپورته کړ.

د يادونې ده چې امريکا تېره ورځ امريکا نوي ډيلي ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې د (اِس -۴۰۰) سېسټم په مقابل کې له واشنګټن څخه (اِف - ۱۶) جېټ جنګي الوتکي واخلي نو بندېزونه نه پرې لګوي.