د وژل شوي سعودي خبريال (جمال خاشقجي) کورنۍ سعودي عربستان پرېښود

روهي (جمعه/۴ د لړم)، په ترکيه کې د سعودي عربستان د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي کورنۍ د خپل مشر وی یره يوځای له سعودي عربستان ووتل او واشنګټن ته لاړ. ګ

رسنيو ويلي دي، چې د جمال خاشقجي کورنۍ د نوموړي له مرګ ورسته تېره ورځ امريکا ته لاړ. د جمال خاشقجي مشر زوی صالح خاشقجي نوميږي چې د سعودي عربستان او امريکا تابيعتونه يې لري.

صالح خاشقجي د خپل پلار له مړينې وروسته د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم لېدلي وو او وليعهد ورته د جمال خاشقجي د مړينې په اړه تسليت وړاندې کړی.

تېره اونۍ د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اسې مالومات خپاره کړل، چې جمال خاشقجي په ترکيه کې د سعوديانو له خوا د دوی د قونلسګرۍ دننه وژل شوي دی.