غزل

په ســپينواوښكومې مينځل يادونه
لـــه ســــترګوكلــــــه پاكيـــــدل يادونه
زه ترې تـــــنهاژوندتــــــيرولی نه شـــم
هــــــميش به ماســــره وي مـــل يادونه
بيګادشپې مې خوب كې بيالـــيدلې
نـــن مــــې تـــازه دي مكـــــــمل يادونه
نن خـــومې بيادخـــيال بنګلوته راشه
چــــــې مـــــــې تازه كـــړم دغزل يادونه
كوتك په لاس دغــــــره لمن كې ولاړ
لــــه شنوګورګورومـــې څنډل يادونه
يوورځ به مونږه هم به غرونوسركړي
دمـــــسافردغـــــــه پاګــــــــــل يادونه


ګل نوار خان (مسافر)له عربي متحده اماراتو څخه