
روهي (پنځه نۍ/۳ د لړم)، په غزې تړانګه کې اسرائيلي ځواکونو هوايي بمبار کړی او په ياد ه سيمه کې درنه مالي تلفات رامنځ ته کړي دي.
له غزې څخه راپورنه وايي چې اسرائيلي جنګي الوتکو نن ورځ سهار وختي د غزې تړانګې بيلا بيلې سيمې بمبار کړې چې مالي تلفات يې رامنځ ته کړل.
اسرائيلي پوځ ويلي دي، چې جنګي الوتکو يې په غزه کې پوځي ځايونه په نښه کړې دي او يو شمېر يې له منځه وړي دي.
د اسرائيلو د پوځ وياند ويلي دي، چې ځکه پر غزې تړانګې هوايي بريدونه کړي دي، چې هلته مېشته وسله والو ډلو د دوی پر وړاندې توغنديز بريدونه کړي وو.
په غزې تړانګه کې له تېرو څو لسيزو د فلسطينيانو او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ نښتې کيږي، چې ډيری قربانيان يې ملکي فلسطينيان دي.