
روهي (پنځه نۍ/۳ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو د څارګرې ادارې يا CIA مشره (هسپېل)، وايي چې په ترکيه کې د سعودي عربستان د وژل شوي خبريال (جمال خاشقجي) د وژنې غږيز ثبوت يې تر لاسه کړی دی.
د سي ای اې مشرې ويلي دي، چې ترکيې ته د تېرې اونۍ سفر په ترڅ کې يې د هغه غږيز پيغام اورېدلی دی، چې نوموړی په کې وژل کيږي.
امريکا له دې وړاندې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې د (جمال خاشقجي) په وژنه کې دغه هېواد ملامت وپېژندل شي نو له سختو بندېزونو سره به مخ شي.
د يادونې ده چې (جمال خاشقجي) د روانې مياشتې په پيل کې په ترکيه کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو او د وژنې پړه په سعودي عربستان اچول شوې ده.