
روهي (پنځه نۍ/۳ د لړم)، واشنګټن نوي ډيلي ته ډاډ او خبرداری ورکړي، چې که چېرې هندوستان له امريکا څخه جنګي (F-16) الوتکې واخلي نو بندژونه به پرې نه لګوي.
واشنګټن ويلي دي چې هندوستان له روسيې څخه (S-400) مزايلو سېسټم اخېستی دی او که له امريکا څخه جنګي (F-16s) الوتکې وانه خلي نو بندېزونه به پرې ولګيږي.
نوي ډيلي ته د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين د سفر پرمهال نوي ډيلي او مسکو سره تړون وکړ، چې نوی ډيلی به له مسکو څخه (S-400) واخلي.
امريکا له دې وړاندې د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې له روسيې يو شمېر وسلې او نور څېزونو واخلي نو له بندېزونو سره به مخ شي.