پاکستان: مونږ د سعودي او يمن ترمنځ شخړه پای ته ورسو

روهي (پنځه نۍ۳ د لړم)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی دی او ويلي دي، چې هېواد به يې د سعودي عربستان او يمن ترمنځ په شته ستونزه او شخړه کې منځګړېتوب وکړي.

عمران خان وايي چې د سعودي عربستان او يمن ترمنځ شخړې اسلامي نړۍ ناارامه کړې ده او پاکستان به هڅه وکړي چې په دې برخه کې د منځګړېتوب رول ولوبوي.

لومړی وزير عمران خان سعودي عربستان ته په يو رسمي سفر تللی دی، په اقتصادي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ يې له سعودي چارواکو سره هم لېدنې کړې دي.

د يادونې ده، چې عمران خان په پاکستان کې د شته اقتصادي بحران د مهار په پار له سعودي څخه شپږ مېلېارده امريکايي ډالر پيسې هم واخېستې.