
په منځنیو پېړیو کې، کشیشانو به په خلکو باندې جنت خرڅاوه او ناپوه خلکو به هم د ډېرو زیاتو پیسو په ورکړې سره، له هغوی څخه د جنت یوه برخه اخیستله. یو پوه سړی، چې د دې خلکو له ناپوهۍ څخه ځورېده، هر څه یې چې وکړل، خو ونه توانېده، چې خلک له خپل بېځایه او احمقانه کار څخه را وګرځوي، تردې چې ذهن ته یې یوڅه راغلل. کلیسا ته لاړه او د جنت پلورنې مسؤول کشیش ته یې وویل: د جهنم بیه څومره ده؟
کشیش حیران شو او وې ویل: جهنم؟ پوه سړي وویل: هو جهنم. کشیش پرته له کوم فکر څخه وویل: ۳ روپۍ. پوه سړي په ډېرې وارخطایۍ پیسې ورکړې او وې ویل: د مهربانۍ له مخې د جهنم سند هم را کړئ. کشیش د یوه کاغذ پرمخ ولیکل د جهنم سند.
پوه سړي په ډېرې خوشالۍ له کشیش څخه سند واخیسته او له کلیسا څخه بهر شو، وروسته د ښار اصلي میدان ته لاړه او چیغې یې کړې: ما ټول جهنم واخیسته، دا یې هم سند، نور اړینه نه ده، چې جنت واخلئ، زه هېڅوک نه پرېږدم، چې جهنم ته لاړ شي.