جبار قهرمان ته د خوست والي حکم خان حبيبي د سپکوي په اړه د مرکزي حکومت غبرګون

روهي (څلورنۍ /۲ د لړم)، نن ورځ خوست والي حکم خان حبيبي په ياد ولايت کې د کندهار د امنيه پخواني قومندان جنرال عبدالرازق او په ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازي جبار قهرمان د فاتحې په مراسمو کې جبار قهرمان ته سپکوی وکړ او د نوموړي انځور يې له تالار لېرې کړ.

د نوموړي د سپکوي وېډيو په تولينزو رسنيو خپاره شوه او د خلکو غبرګونونه يې راپورته کړل، په تولنيزو رسنيو کې له مرکزي حکومت غوښتل شوي، چې والي حکم خان حبيبي دې وپوښتي.

د يادې موضوع په اړه په مرکز کابل کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې غبرګون ښوودلی او ويلي دي، "نن پر ټولنيزو رسنيو داسې وېډيو خپره شوې چې ښيي، ګواکې د خوست والي په يوه فاتحه کې د شهيد عبدالجبار قهرمان په اړه د خپل شخصي نظر څرګندونه کړې او په دې توګه هغه ته بې احترامي شوې ده.

د افغانستان حکومت د دې خاورې ټولو شهيدانو ته ځانګړی احترام لري او دا خپل مسووليت بولي چې درناوی یې وکړي.

په همدې اساس، هيڅوک، هیڅ وخت، حق نه لري چې د دې خاورې شهيدانو ته سپکاوی وکړي او یا یې په بد نامه یاد کړي.

د افغانستان د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د خوست موضوع په جدي توګه څېړي او تر څېړنه وروسته به له ملامت کس سره جدي برخورد کېږي.

شهيد عبدالجبار قهرمان د دې وطن د ولسواکي شهيد او شهید جنرال عبدالرازق خان د دې خاورې د خپلواکي په لار کې په شهادت رسېدلی.

موږ د دوی دواړو په ګډون د وطن د لارې د هيڅ شهید سپکاوی د هیچا له خوا نه منو.'