
د ۱۳۸۹ هـ ل کال د وږي د ۶ نېټې ماښام و چې ، مې دتلویزیون ریموټ ته لاس کړ، غوښتل مې چې له نویو حالاتو ځان خبر کړم ، کله مې چې تلویزیون ولګاوه سترګې مې په یوه بحث ولګېدې چې په ژوندی بڼه له نورین تلویزیون نه خپرېده ، د بحث کې ګډونوال : عبدالرحمن مبشر ، قاري محمد خان او لنګري وو چې د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو زدکړیالان دي .بحث دعصمت قانع هغه شعر ته ځانګړی شوی وچې ، د پارلمان په هكله یې له نن نه درې يا څلور کاله مخکې لیکلی وو .
د بحث پيل له تعصب نه په ډکو خبرو وشو . لومړی يي دخبرو وار مبشر ته ورکړ . مبشر د کابل پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي محصل دى ، په سیاسي علومو او حقوقي چارو يي هيڅ سر نه دى خلاص ، تردې چې سیاسي اصطلاحات یې هم په خپل ځای نشواى كارولاى . پیل یې داسې وکړ چې ، ښاغلي عصمت قانع په خپل شعر کې دده په وینا ملي قهرمانانو ته سپکاوی کړی . په یوه بڼه یې غوښتل چې د ملت خاینان او جنایتکاران د ملت قهرمانان وښیي آن تردې چې هغو ته یې هم چې په مېخ ټکوهلو ، مُثله کولو او په نورو جنایاتو یې د تاریخ پاڼې ډکې دي دشهیدانو او استادانوخطابونه وکړل . د ددې بحث بل ګډونوال قاري محمد خان و.داسړى چې څومره زه پېژنم د کابل پوهنتون د شرعیاتو دپوهنځي محصل دى . ده هم عجیبه کیسې کولې تردې چې د قانع د محکمه کولو غوښتنه یې وکړه ، کله چې د خپرونې چلوونکي ترې وپوښتل که چېرې دولت قانع محکمې ته راونه کاږي نو بیا ؟
محمد خان په ځواب کې ورته وویل چې : نو باید په دې هکله زدکړیالان په لاریونونو لاس پورې کړي او ددولت نه د قانع د محکمه کولو جدي غوښتنه وکړي .
د بحث بل راغوښتل شوی مېلمه لنګري وو لکه له تخلص نه یې چې ښکاري همغسې یې رښتیا هم لنګر په یو اړخ اچولی و، نوي څه ورسره نه ول د مبشر خبرې یې دبیا ځلي لپاره تکرارولې او تر ډېره بریده یې هڅه کوله چې ځان منصف وښيي ، تردې مخکې هم ولاړ او ویې ویل چې ، د افغانستان اساسي قانون د قانع دا کار محکوموي خودايي نه ویل چې په کومه ماده؟ اوپه کوم ځای کې ؟ نه هم په دې هکله د خپرونې چلوونکي ترې پوښتنه وکړه . یواځې دتأیید لپاره یې ورته سرخوځاوه.
تر كومه ځايه چې دبحث له محتوا څرګنديده او ددې بحث دټولو برخه والو غوښتنه او ټینګار هم پردې و چې ، باید د انتخاباتو مستقل کمیسیون په دې هکله پرېکړه وکړي ، که نور نه وي د ښاغلي قانع نوم دې دولسي جرګې دنوماندانو له لست نه وباسي . له دولت نه یې په کلکه غوښتل چې قانع دې ، محکمې ته راكش كړي . بحث ددغه ډول بېځایه غوښتنو په غوښتلو سره پای ته ورسېد.
خو هغه څه چې زه غواړم پرې څه ناڅه خپل نظر څرګند کړم هغه دادي چې ، قانع صیب دغه شعر له اوس نه درې او یا څلور کاله پخوا لیکلی که دوی رښتيا هم نه غواړي چې ستونزې را پيدا كړي نو په هماغه وخت ، کله چې داشعر نوى لیکل شوی و، ولې یې خپل دریځ څرګند نه کړ. او د قانع صیب د محکمې کولو غوښتنه یې ونکړه . دا چې اوس د ولسي جرګې لپاره دنوماندۍ اوټاكنيز کمپاینونو لړی توده ده نو په دې ډول یې وغوښتل چې د قانع دکمپاین چارې په ټپه ودروي ، له خپلې اصلي موخې یې بل لوري ته وګرځوي او په نورو وړو چارو یې مصروف کړي .
بله د پام وړ خبره داده چې نورین تلویزیون په دې بحث کې خپل تعصب او بې مسلکي توب هم ښکاره کړ چې د ژورنالیزم داصولو په بنسټ باید دوی په دې بحث کې خپله قانع ته هم بلنه ورکړې واى ، ترڅو یې د خپله ځانه دفاع کړې وای او دګډونوالو ځوابونه یې ویلي وای ولې داسې یې ونه کړل ، یواځې خپل متعصب او فاشیست کسان یې راغوښتي وو. او ددوي په اپلتو ویلو یې خپل بحث ښه ګرم ساتلی وو .
په شعر کې چې دکومو کسانو یادونه شوې هغوی خپله ژوندي دي او دپارلمان غړي هم دي نو دیو زدکړیال او بل هرچا په پرتله په ښه بڼه کولای شي چې له خپله ځانه دفاع وکړي او په دې هکله خپل موقف څرګند کړي دبېلګې په توګه استاد سیاف : ددعوت په نامه حزب لري، دولسي جرګې له فعالو او با نفوذه غړو څخه یو دی ولې نه غواړي چې په دې هکله خپل دریځ څرګند کړي او خپل موقف د قانع صیب ددې شعر په هکله په ډاګه کړي یاداچې خپل وخت نه غواړي په داسې وړو خبرو تېر کړي او یا هم شعر دده داوسنیو حالاتو سره سمون لري او نه غواړي چې خپل ملت نور هم ځانته ځېر کړي .
نو دپورتنیو خبرونه ښه په ډاګه کېږي چې دنورین تلوېزیون په دې هکله چې کوم غبرګون ښوولی له تعصب نه ډک یو غبرګون دى . او په دې توګه غواړي چې دولسي جرګې لپاره پښتانه مخکښ نوماندان له خپلو چارو او اصلي موخو راوګرځوي او په نورو وړو کارونو یې مصروف کړي