غزل

 
لاس مې په زړه باندې ساقـــي ونيــــــسه
جام دې لــــــږلــــري دمســــــتي ونيـــــسه

دغریوورئيـــځې دې په سترګوراغلــي
بادته يـــې زماداســـــــويلـــــي ونيــــسه

پـــړک به يـــــې نوروته بلنــــه ورکـــــړي
له لمـــــــــــرنه لـــري اننــــګي ونيـــــسه

ائيـــنودســـــــترګو مې چاکـــــونه وکړل
ورنه لږلري دې ځـــــوانـــي ونيـــــــــــسه

انګورداوښــــکومې په سترګوکې دي
ورته دې شــــــونډې شـــرابي ونيــــسه

که په هجوم کې ټکنی غوندي شــــوې
(حسنه) لاردليـــــــــونــــــــــي ونيــــــــسه
\"\"