
روهي (درې نۍ/د لړم لومړۍ نېټه)، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له نيويارک ټايمز رسنۍ سره د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقجي د وژنې په اړه نوي مالومات ورکړي دي.
اردوغان وايي چې نوموړی په ترکيه کې د سعودي عربستان د قونسلګرۍ دننه، د قونسلګرۍ د کارمندانو او هغه کسانو له خوا چې سعودي عربستان د نوموړي وژنې ته رالېږلي وو، وژل شوی دی.
اردوغان وايي، په هغه ځای کې چې جمال خاشقجي په کې وژل کېدو له وړاندې د رادار له سېسټم غوڅ شوی وو او له هغې وروسته د سعودي عربستان جلاده ډله او قونسل د ترکيې له خاورې وتلي دي.
د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو سعودي عربستان ته ګواښ کړی دی، چې که چېرې دغه هېواد د خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې ګرم وبلل شي، نو له سختو بندېزونو سره به مخ شي.